د سیګار رپورټ ته د طالبانو غبرګون،امریکا مسئوله ده
طالب ډلې په دې اړه د سیګار رپورټ ته غبرګون وښوده چې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې تقریباً ۹ لاکه کسان بیکاره شوي دي، وویل چې د دې کار لامل امریکا ده
د افغانستان د بیارغونې په چارو کښې د امریکې د تفتیش ادارې وړمه ورځ په یو ټویټ کښې د ۹ لاکه ښاریزو بې روزګاره کیدو ته په اشارې سره طالب ډله د دغه حالت ګرم، طالبان معرفي کړي دي.
د طالبانو د موقته حکومت د کار او ټولنیزو چارو د وزارت سرپرست د سیګار د رپورټ په غبرګون کښې وویل چې په افغانستن کښې د ټولنیزو او اقتصادي ګډوډیو اصلي عامله امریکا او د هغې انډیوالان دي.
د طالبانو په دغې خبرپاڼې کښې هیله څرګنده شوې ده چې نړیواله ټولنه دې د لګولو بندیزونو په اوچتولو سره د افغانستان حالت ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د خلکو ژوند عادي حالت ته ستون شي او د بې روزګارۍ کچه ټیټه شي.