د کابل ښار د جُمعې په نمانځه کښې بيا چاودنه رامنځته شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115956-د_کابل_ښار_د_جُمعې_په_نمانځه_کښې_بيا_چاودنه_رامنځته_شوه
د افغانستان په پائتخت کابل کښې د طالبانو د حکومت امنيتي قوماندان خالد ځدراڼ په وینا، چاودنه د کابل ښار د پينځمې امنيتي حوزې د ايوب صابر نومې جومات د جمعې د نمانځه په مهال رامنځ‌ته شوې چې د وړومبنيو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کښې تراوسه درې کسان ژوبل شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2022 12:57 Asia/Kabul
  • د کابل ښار د جُمعې په نمانځه کښې بيا چاودنه رامنځته شوه

د افغانستان په پائتخت کابل کښې د طالبانو د حکومت امنيتي قوماندان خالد ځدراڼ په وینا، چاودنه د کابل ښار د پينځمې امنيتي حوزې د ايوب صابر نومې جومات د جمعې د نمانځه په مهال رامنځ‌ته شوې چې د وړومبنيو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کښې تراوسه درې کسان ژوبل شوې دي.

ځدراڼ زیاتوي، امنیتي ځواکونه  د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

امنیتي مسوولانو د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه‌دي ویلي او نه يې د سرتاوانونو دقيقه شمېره اعلان کړې ده.

تر دې مهاله د دې پېښې ذمه واري کومې ډلې په غاړه نه ده اخېستې.