د مزار شریف د بمي چاودنو مسئولیت داعش په غاړه واخیسته
د داعش ترهګر ډله د افغانستان په بلخ ولایت کې د تیري ورځې د خونړو بریدونو مسئولیت په غاړه واخیسته.
د فرانس پرس له راپور سره سم، د بلخ ولایت د پولیسو ویاند آصف وزیر ویلي چي د تېره ورځ په ماځیګرني بریدونو کې چي د درو ځای پر ځای شویو بمونو په وسیله تر سره شوی و، ۱۰ تنه شهیدان او له ۱۵ زیات ژوب شوي دي.
تیره شپه د داعش ترهګره ډله په ټولنیزو شبکو کې د یوې بیانیې په خپرولو سره د افغانستان په بلخ ولایت کې په اهل تشیع باندې د بریدونو مسئولیت په غاړه واخیسته.
یوه میاشت مخکې هم په مزار شریف کې دوه ټکسي ګاډې په چسپکي ماینونو سره په نښه شو چي د امله یې په لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښتۍ، دغه پېښه هم د مزارشریف په شیعه میشته سیمه کې تر سره شوې وه.
د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ترهګریزو بریدونو دوام ښودنه کوي چي د طالبانو حکومت د خپلو ادعاو په اپوټه د افغان ښاریزو د امنیت په تامینولو کې پاتي راغلي دي.