د طالبانومبلغينوله کمپاين وروسته د کابل ښاروالۍ وياند ګوښه شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116554-د_طالبانومبلغينوله_کمپاين_وروسته_د_کابل_ښاروالۍ_وياند_ګوښه_شو
د کابل ښاروالۍ د خبرپاڼې له مخې، د نوموړي پر ځای قاري واسع ا... زاهد د نوي سرپرست رئیس توګه وټاکل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2022 02:58 Asia/Kabul
  • د طالبانومبلغينوله کمپاين وروسته د کابل ښاروالۍ وياند ګوښه شو

د کابل ښاروالۍ د خبرپاڼې له مخې، د نوموړي پر ځای قاري واسع ا... زاهد د نوي سرپرست رئیس توګه وټاکل شو.

د کابل ښاروالۍ چارواکو تر هغې وروسته، چې یو شمېر طالب مبغلینو د کابل ښاروالۍ د نشراتو رياست لپاره د جمهوري نظام پر مهال د ټاکل شوي رييس نعمت ا... بارکزي سوابق برسېره او نقد کړل، نوموړی له دندې ګوښه کړ.

د کابل ښاروالۍ د خبرپاڼې له مخې، د نوموړي پر ځای قاري واسع ا... زاهد د نوي سرپرست رئیس توګه وټاکل شو.

د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې د ګوښه شوي رييس په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د هغه پر ځای د رياست د کارکوونکو هڅې ستايل شوي.

د کابل ښاروالۍ خبرپاڼه د نوي رييس په اړه ليکي:« ښاغلی زاهد له یوې مجاهدې او پتمنې کورنۍ څخه دی، د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او په تحصیلي بنسټونو کې د تدریس ترڅنګ په رسنیزه برخه کې ۹ کلنه تجربه لري.

د ګوښه شوي رييس په اړه، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته یې ظاهري بڼه ډېره بدله شوې او د يوه « طالب» په څېر شوې وه، په وروستيو څو ورځو کې د طالبانو يو شمېر تبلیغاتي مبلغينو په ټولنیزو رسنیو کې توند بحثونه وکړل.

طالب مبلغينو له امرا... صالح، حمدا... محب او د جمهوري نظام ملي امنيت ادارې سره د نوموړي د اړيکو ادعا کړې وه اوهغه ېې د څېرې او بڼې د‌ بدلولو له کبله د طالبانو د تېر ايستلو په هڅو تورن کړی و.

طالبانو د نوموړي د جمهوريت او طالب واکمنۍ عکسونه هم سره یو ځای کړي او نعمت ا... بارکزی یې په چاپلوسۍ تورن کړی و.

ښاغلي بارکزي د ګوښه کیدو په اړه یې څه نه دي ويلي.