نورستان کښې د ښځو غږ نومې اداره جوړیږي
د افغانستان په نورستان ولایت کې چارواکي وایی دښځو غږ په نوم اداره به په دې ولایت کې د ښځو د ژوند د ښه والي په برخه کې یو نیم لاک ډالر ولګوي
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې دچارواکو پر وینا، د دې پروژې په پلې کیدو سره به دنورستاني کلیوالو میرمنو په ژوند کې پام وړ بدلون رامنځته شي
دنورستان د والي ویاند سیف الدین لټون وایي د ښځو غږ په نوم اداره به د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې په مالي مرسته په دې ولایت کې دکورني اقتصاد پیاوړتیا، د ځنګلونو ساتنې او په دې اړه عامه پوهاوي په برخه کې خواوشاه یونیم لاک ډالر ولګوي.
لټون وایي په دې پروژه کې به پنځه سوه میرمنو ته پر لمریزه بریښنا کاروونکي دیګونه ورکړي چې په کارولو سره به یې د چاپیریال د ککړتیا مخه ونیول شي او همدارنګه به پنځه سوه نورو میرمنو ته د نیالګیو دپاللو روزنځایونه جوړ شي چې د ونو بوټود پلور له درکه به دکورنیو په اقتصادي پیاوړتیا کې خپله ونډه ترسره کړي.
دنورستان د والی ویاند هم داسان وویل د ونو پالونکو او دلمریزې بریښنا کاروونکو میرمنو ته به لازمه روزنه هم ورکول شي. سیف الدین لټون وویل دا پروژه د تیر نظام پر مهال په پام کې نیول شوې وه خو پر وینا یې چې د ناسمو شرایطو او ادارې فساد له امله ځنډیدلې وه او اوس یې دپلې کیدو پر وړاندې هیڅ ډول خنډ نه لیدل کیږي، دنورستان د والي ویاند وایي د دې پروژې په پلې کیدو سره به چې دنورستان والي حافظ محمداغا حکم یې پلې کونکو ته دهر راز مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړی. په نورستان کې د طبیعي زیرمو په ځانګړې توګه ځنګلونو د ساتنې په اړه دخلکو دپوهاوي کچه هم لوړه شي. نورستان د افغانستان په ختیز کې پروت غرنې او دطبیعي زیرمو له پلوه مالامال ولایت دی چې ددغو زیرمو ساتنه، مدیریت او په سمه توګه کارونه به یې په لنډ وخت کې د خلکو په ژوند کې بدلون راولي.