متقي: په افغانستان کې هیڅ بهرنی جنګيالی نشته
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي : اسلامي امارت يو ځل بيا پر خپلو ژمنو ټينګار کوي او ډاډ ورکوي، چې هيچا ته د افغانستان له خاورې د چا خلاف د استفادې اجازه نه ورکوي
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په افغانستان کې د بهرنيو جنګياليو د موجوديت ادعاوې رد کړي دي.
د نوموړي تر واک لاندې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور په غبرګون کې وويل، چې په په دې اړه ادعاوې په کلکه ردوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل ديارلسم څارونکي راپور کې دا هم راغلي، چې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري هم د طالبانو له لوی مشر ملا هیبت ا... اخوند زاده سره بیعت کړی دی.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي : د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارونکې ډلې دیارلسم راپور، چې په افغانستان کې د بهرنيو ډلو د حضور او فعالیت په اړه دی، بې بنسټه ګڼي او په شدت سره ردوي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز زياته شوې، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته د افغانستان له خاورې د هر ډول خطر رسيدو مخنیوی شوی او اوسني دولت په تېرو نهو مياشتو کې تل هڅه کړې، څو د نړۍ او سيمې له هېوادونو سره د اعتماد فضا رامنځته شي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي : اسلامي امارت يو ځل بيا پر خپلو ژمنو ټينګار کوي او ډاډ ورکوي، چې هيچا ته د افغانستان له خاورې د چا خلاف د استفادې اجازه نه ورکوي.
طالبانو دغه راز له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په ملګرو ملتونو کې د دوی استازی ومني، څو د افغانستان پر حقایقو پر وخت او ښه ډول خبر شي.
طالبانو مخکې هم په دې اړه ادعاوې رد کړې وې، خو د مختلفو هېوادونو له لوري په افغانستان کې د بهرنيو ترهګرو ډلو د موجوديت پرله پسې ادعاوې شوي دي.