پنجشیر کښې په نښته کښې طالب قومندان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116686-پنجشیر_کښې_په_نښته_کښې_طالب_قومندان_وژل_شوی
د افغانستان په پنجشیر کښې د ملي مقاوت جهبې او طالبانو ترمینځ نښتو یوځل بیا زور اخیستی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2022 03:04 Asia/Kabul
  • پنجشیر کښې په نښته کښې طالب قومندان وژل شوی

د افغانستان په پنجشیر کښې د ملي مقاوت جهبې او طالبانو ترمینځ نښتو یوځل بیا زور اخیستی دی

د طالب ځواکونو له خوا د پنجشیر له نیولو سره سره، په دغه ولایت کښې د ملي مقاومت په نامه د دغې ډلې مخالف ځواکونه لاهم د هغوي خلاف جنګیږي.

د افغان سرچینو د خبر له مخې د پنجشیر د مقاومت جبهې او د طالب وسله والو ترمینځ پرونۍ نښتې په رخه ولسوالۍ کښې رامینځته شوې او دواړو لورو ته په کښې مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیره یې نه ده معلومه. د رپورټونو له مخې د طالبانو یو قومندان قاري حمید ا... جاوید چې څو ورځې مخکښې په نښتو کښې زخمي شوی و، پرون مړ شوی دی.

خو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلې.