دوښمن د ایران او د طالبانو په اړیکو لرلو خوشحال نه دی
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال او د خوست والي د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ.
خوست ولایت په بیلابیلو زمینو کښې د ایران او د افغانستان د ملګرتیاو د پراختیا لپاره یوه نوي دریڅه ده.
له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له افغانستان سره د ایران د ملګرتیاو د پراخولو په لړ کښې په دغه هیواد کښې د ایران د سفارت مسوولانو د لومړي ځل لپاره خوست ولایت ته سفر وکړ.
د ایران د سفیر د مرستیال سید حسن مرتضوي په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره د افغانستان د خوست ولایت د والي او د طالبانو د حکومت د لوړرتبه غړي مولوي محمد نبي عمري ترمینځ په پرونۍ کتنې کښې د دوه اړخیزه ملګرتیاو د لارو چارو په هکله غور وشو.
سید حسن مرتضوي د خوست له والي سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې له افغانستانه د امریکا د نیواکګرانو وتل د دغه هیواد او د سیمې لپاره تر ټولو مهمه پیښه ده وویل دوښمن د افغانستان له چارواکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت له نږدې کیدا خوشحاله نه دی او تل د اختلاف د رامینځته کولو هڅه کوي.
په افغانستان کښې د ایران د سفیر مرستیال حسن مرتضوي په تیرو میاشتو کښې ایران ته د افغانستان د کابو لس لکه کسانو مهاجرت ته په اشارې سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې په تیرو میاشتو کښې خپل سرحدونه بند نکړل بلکې د افغانستان د کډوالو کوربه توب یې هم وکړ او ایران همداوس له سختو بایکاټونو سره مخ دی خو بیا هم په ایران کښې د افغانستان څه د پاسه پنځوس لکه کسان ژوند کوي.
د خوست والي مولوي محمد نبي عمري هم وویل د ایران اسلامي جمهوریت په خپلو مرستو سره تل د افغانستان د ملت په څنګ کښې و او دی او د طالبانو حکومت له ایران اسلامي جمهوریت سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه وویل امریکا کوشش کوي چې د داعش ترهګرې ډلې له لارې په افغانستان کښې د شیعه او د سني ترمینځ اختلاف رامینځته کړي او مونږ دغه مسلې ته متوجه یوو.
عمري ویل داعش ډله په افغانستان کښې ځاې نلري او په دغه هیواد کښې شتون نشي لرلی.