طالبانو د هرات پر ښځينه خیاطانو کار بندول رد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116800-طالبانو_د_هرات_پر_ښځينه_خیاطانو_کار_بندول_رد_کړل
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په هرات کې پر ښځینه خیاطانو یا درزیانو باندې د کارونو بندولو خبرونه رد کړل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2022 02:57 Asia/Kabul
  • طالبانو د هرات پر ښځينه خیاطانو کار بندول رد کړل

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په هرات کې پر ښځینه خیاطانو یا درزیانو باندې د کارونو بندولو خبرونه رد کړل

تاند خبري سایټ لیکلي چې د‌ دې وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر ويلي، چې دوی د هرات ښځینه خیاطانو ته د کار بندولو په اړه څه نه دي ويلي، خو نارینه خیاطانو ته ېې امر کړی چې د ښځينه مشتریانو د لباسونو اندازه ( ناب) به نه اخلي.

یاده دې وي چې له وړمې ورځې راهيسې له هرات نه خبري سرچينو پر ښځینه خیاطانو د طالبانو له لوري د کار بنديز خبر ورکړی، چې د خلکو توند غبرګون سره مخ شوی.

د طالبانو د حکومت پر امر بالمعروف وزارت له پیله نیوکه ده چې د ښځو د وزارت پر ځای يوازې همدې ته تاسيس شوی څو ټولو خلکو او په خاص ډول د ښځو ژوند او فعاليتونو ته مزاحمتونه وکړي.

خپله د طالبانو یو شمېر چارواکي او منسوبین هم د امر بالمعروف وزارت له ډېرو قيوداتو سره مخالف ښکاري، خو د طالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند په يوه حکم کې ټولو ادارو ته امر کړی، چې په هيڅ صورت د دغه وزارت له پريکړو سرغړونه ونه کړي.