د مخ، لاسونو او پښو پټول د ښځو حجاب کې نه راځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116842-د_مخ_لاسونو_او_پښو_پټول_د_ښځو_حجاب_کې_نه_راځي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې طالبان دې پر ښځو او نجونو ځانګړې جامې نه تحمیلوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2022 00:55 Asia/Kabul
  • د مخ، لاسونو او پښو پټول د ښځو حجاب کې نه راځي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې طالبان دې پر ښځو او نجونو ځانګړې جامې نه تحمیلوي.

هغه ویلي د مخ، لاسونو او پښو پټول د ښځو حجاب کې نه شاملېږي.

ښاغلي حکمتیار پرون  د جمعې د لمانځه خطبه کې ویلي "د اسلامي امارت مسوولینو ته سپارښتنه کوو چې مه داسې خاص ډول جامه پر افغانانو - مخصوصآ پر نجونو او ښځو تحمیلوئ چې نه په قران او سنت کې د هغې په اړه صریح نص شته او نه یې د وجوب او تحریم په اړه کوم امر او نهی."

د حزب اسلامي مشر وايي چې "فشار او ګواښلو ته اړتیا نشته" او خلک باید قانع کړل شي."

هغه ټینګار کړی چې که دین په زور پر خلکو مسلط کړی شي، نو خلک به ترې مخ واړوي.

خو د طالبانو د امری بالمعروف وزارت د دوی لخوا وړاندیز شوی حجاب الهی او شرعي حکم بولي.

د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف ته په یوه منسوب ټویټ کې د ښاغلي حکمتیار دغو څرګندونو ته غبرګون کې تور پورې شوی چې ګواکې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړو به کابل او د پېښور شمشتو کمپ کې د هغو نجونو پر مخونو تیزاب شیندل، چې مخونه به یې لوڅ وو خو اوس په دې اړه ملاحظات لري.

هغه دا هم ویلي چې ګوندې ښاغلی حکمتیار په دې اړه د مالومات کمښت سره مخ دی، ځکه دا موضوع له شریعت لېرې ګڼي.

ښاغلي عاکف له خپل ټویټره دا پوست بېرته ډېلیټ کړی او په دې اړه یې ویلي چې دا د نوموړي شخصي اکاونټ دی، نه د وزارت.

نوموړی وايي د ښاغلي حکمتیار په څرګندونو رسمي تبصره نه لري.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوه بل چارواکي هم ویلي چې دوی د حزب اسلامي د مشر د څرګندونو په اړه تبصره نه کوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له سي این این سره مرکه کې ویلي و چې د طالبانو لخوا وړاندیز شوې جامې شرعي حجاب نه دی.