د افغانستان د خواړو کړکیچ له نړیوالې مرستې پرته نه کټرولیږي
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د سره صلیب د پلاوي مشر الو فیلیون په دغه هیواد کښې د بې وزلۍ د حالت په هکله په خبرداري ورکولو سره په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دغه کړکیچ د کنټرولولو هڅه وکړي.
د نړیوالو راپورونو پراساس د افغانستان په کابو څلویښت میلیونه نفوسو کښې له نیمايي زیات خلک له سختې لوږې او بې وزلۍ سره مخامخ دي.
په افغانستان کښې د سره صلیب د پلاوي مشر الوی فیلیون په ټویټر پاڼه کښې ولیکل د افغانستان د اقتصادي کړکیچ زیاتیدل د میلیونو خلکو د وژل کیدا سبب کیږي او زیاته یې کړه مونږ په یوازې ځان نشو کولای د نړیوالې ټولنې په کامل ډول له بسیج کیدا پرته دا ډول کړکیچ کنټرول کړو.
د طالبانو له سلطې وروسته په افغانستان کښې بې وزلۍ او لوږه په بې مخینې ډول زیاته شوي ده.
څه موده مخکې په افغانستان کښې د ملګروملتونو د پراختیا د پروګرام یواین ډي پي مشر عبدالله عبدالرزاق دُردری هم ویلي وو په افغانستان کښې په تیرو میاشتو کښې د بې وزلۍ اندازه نوي فیصده زیاته شوي ده.
د ملګروملتونو د خواړو او د کرهڼې د ادارې فاو او د خواړو د نړیوال پروګرام ورلډ فوډ پروګرام د وړمې ورځې په ګډ راپور کښې ویل شوي دي د افغانستان په شمول د دنیا شل سیمې د خوراکي شیانو له ډیرې زیاتې ناامنۍ سره مخامخ دي او په دوې کښې افغانستان په نړۍ کښې د خوراکي شیانو د ناامنۍ له غمیزې ډک ټکي ته رسیدلی دی.
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش هم مخکې ویلي وو په نړۍ کښې په درې څلویښتو هیوادونو کښې نهه څلویښت میلیونه خلک له لوږې سره مخامخ دي او د اوکراین جنګ همدا اوس د نړۍ لوږې ته نوی ویرونکی اړخ ورکړی دی.