طالبانو خپلو پولیسو ته نوی یونیفورم معرفي کړ
همداراز د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پر ځای د طالبانو سپین رنګه بیرغ یې پر لستوڼو لګول شوی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د پولیس ځواک لپاره نوی یونیفورم جوړ شوی دی.
په نوي یونیفورم کې، چې ځینو پولیسو په خبري غونډه کې اغوستي وو، لوی توپیر په رنګ کې یې دی، پخوا د افغان پولیسو د یونیفورم رنګ فولادي بخونه رنګ درلود خو د طالبانو له لوري پولیسو ته ماشي رنګ غوره شوی دی.
همداراز د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پر ځای د طالبانو سپین رنګه بیرغ یې پر لستوڼو لګول شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر مولوي نورجلال جلالي د پولیسو د نوي یونیفورم د معرفي کولو په مهال وویل، پولیسو ته نوی یونیفورم د طالبانو د واک د ترلاسه کولو له پیله د دوی لپاره یو لومړیتوب و.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالنافع ټکور وویل، یوې کورنۍ کمپنۍ د قرارداد پر اساس ۲۰ زره یونیفورمه چمتو کړي او یولک نور به هم په راتلونکو اوونیو کې جوړ شي.
د پولیسو نوی یونیفورم به لومړی په کابل او کندهار ولایتونو کې پولیسو ته ورکړل شي.