طالبانو د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ راپور رد کړ
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه ډلې لخوا د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ کولو په باره کښې د بشري حقوقو د څارونکي موسسې راپور رد کړ.
هغه پرون د طالبانو د حکومت لخوا د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په هکله د بشري حقوقو د څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ راپور تبلیغات او بې اساسه ادعا وبلله.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل داسې هیڅ مورد نشته چې ثابته کړي د طالبانو حکومت څوک له محاکمه کولو پرته سزا کړی وي.
په دې زمینه کښې د بشري حقوقو د څارونکي موسسې د ښځو د برخې مرستیالې «هدر بار» په یوه مطلب کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا د طالبانو پرضد د سختو اقداماتو د ترسره کولو په ضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې غوښتي وو چې د طالبانو د مشرانو پرضد په هدفمن ډول د سفر بندیزونه ولګوي.