د افغانستان بیارغونه د امریکې او د هغه د ملګرو مسئولیت دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117120-د_افغانستان_بیارغونه_د_امریکې_او_د_هغه_د_ملګرو_مسئولیت_دی
د روسیې ولسمشر په مسکو کې له خپل ترکمنستانی سیال سره، تر لیده کاته وروسته، وویل: د افغانستان بیارغونه د لوېدیځوالو مسئولیت دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2022 10:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان بیارغونه د امریکې او د هغه د ملګرو مسئولیت دی

د روسیې ولسمشر په مسکو کې له خپل ترکمنستانی سیال سره، تر لیده کاته وروسته، وویل: د افغانستان بیارغونه د لوېدیځوالو مسئولیت دی.

د فارس له راپور سره سم، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین له خپل ترکمنستانی سیال سردار بردی محمدوف سره د افغانستان د اندېښمنوونکی حالاتو او د امریکې او د هغه د ملګرو په هکله  خبرې اترې وکړې.

د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چي امریکا او لوېدیځو هیوادونو باید له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې مسئولیت په غاړه واخلي او په خپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه زیاته کړه چي د امریکا ۲۰ کلن حضور افغانستان دې سرحد ته ورساوه.

پوټین همدارنګه چمتووالې وښوده چي د مرکزي اسیا او خپلو ملګرو هیوادونو سره په ملګرتیا د افغانستان له بیارغونې او اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.