طالبان: کابل کې د داعش خلاف پراخ عملیات ترسره شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117168-طالبان_کابل_کې_د_داعش_خلاف_پراخ_عملیات_ترسره_شوي
د طالبانو وياند ويلي چې د دې عملياتو بشپړ او مستند راپور به په نږدې راتلونکي کې خپور شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2022 00:45 Asia/Kabul
  • طالبان: کابل کې د داعش خلاف پراخ عملیات ترسره شوي

د طالبانو وياند ويلي چې د دې عملياتو بشپړ او مستند راپور به په نږدې راتلونکي کې خپور شي

‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوی ځواکونو پرون ناوخته په کابل کې د داعش ډلې خلاف، د هغوی پر یو پټنځي پراخ عملیات ترسره کړي دي.

د هغه په وينا، په عملیاتو کې د یوسف په نوم د داعش يو مهم قوماندان ووژل شو او د محمد اغا په نامه يو بل مهم کس یې ژوندی ونيول شو.

مجاهد زياتوي:« ‏دا د هغه ګروپ مهم کسان وو چې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې یې په مساجدو، خانقاو او د برق په پايو بريدونه کړي وو.»

د طالب ویاند په وینا، له ژمنې سره سم د دوی په ضد پراخ عمليات وشول چې په کښې یې  ډير مهم او کليدي کسان وژل شوي او نیول شوي دي.

د طالبانو وياند ويلي چې د دې عملياتو بشپړ او مستند راپور به په نږدې راتلونکي کې نشر شي.

داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

پرون او تېره اونۍ په ننګرهار، کونړ او نورستان کې د طالبانو د  هغو څو ځايي مشرانو د وژل کیدو خبرونه ورکړل شوي چې د داعش خلاف سيمه ييزو جګړو کې يې مهم رول درلود.