قندوز کښې د جمعې په لمانځه برید شوی
له کندوز ولايت څخه راپورونه وايي چې نن د دغه ولايت په یوه جومات کې د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو برید شوی دی.
د تاند خبري سایټ په لیکنه، ويل شوي چې دا برید د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې تر سره شوی دی.
ځینو سرچینو د پېښې لامل ځانمرګی برید او ځینو نورو په جومات کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه ګڼلې ده.
د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه هم جزییات نه دي ورکړل شوي.
دا له څه مودې ځنډ څخه وروسته د جمعې ورځې د لمانځه پر مراسمو ورته برید دی.
د طالبانو له بیا واکمنيدو سره د افغانستان په مختلفو سيمو کې د جمعې ورځې د لمانځه پر مراسمو چاودنې او بریدونه شوي، چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ډېرو مخکښنیو بریدونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.