له افغانستانه د سکانو د ایستلو بهیر پیل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117482-له_افغانستانه_د_سکانو_د_ایستلو_بهیر_پیل_شو
هندوستان په کابل کښې په معبد باندې له حملې وروسته د افغانستان سلو سکانو ته فوري ویزا ورکوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2022 02:12 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د سکانو د ایستلو بهیر پیل شو

هندوستان په کابل کښې په معبد باندې له حملې وروسته د افغانستان سلو سکانو ته فوري ویزا ورکوي

هندوستان په کابل کښې په معبد باندې له حملې وروسته د افغانستان سلو سکانو ته فوري ویزا ورکوي

د هندوستان خارجه وزارت ویلي چې په افغانستان کښې د ځانګړو امنیتي حالاتو په وجه د څه باندې ۱۰۰ سک ښاریزو لپاره د الیکټرانیک ویزې صادرول د دغې وزارتخانې په وړومبیتوب کښې دي.

په افغانستان کښې د سک ټولنې د مشرانو به وینا، په ۱۹۷۰ لسیزه کښې د دغه هیواد د سکانو له یو لاک کسیز نفوسو څخه یوازې ۱۴۰ کسان پاتې دي.

د افغانستان طالبانو په سکانو باندې د داعش دغه حمله غندلې او د هندوستان وزیراعظم نریندر مودي بیا یاد برید حیرانونکی بللی دی.