په سیاسی او اجتماعي چاروکې د میرمنوګډون یوضرورت دی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دانجونو له شپږم ټولګي دلوړو ټولګیو د زده کونکو د ښونځیو په پرانیستو او ددغه هیواد په سیاسی او ټولنیزو چارو کې د میرمنو پر ګډون ټينګار وکړ .
د بشری حقوقو په تیره بیا د میرمنو دحقوقو رعایتول ، دتیرګال د اګست په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې د قدرت له ترلاسه کولو وروسته دطالبانو یوه ترټولو اصلي ژمنه وه . د انجونو زده کونکو لپاره د پوهنتونونو له پرانیستو سره سره ، دغه ډله ،تر دې دمه په لوړه سویه د انجونو د ښونځیو دتړل کیدا او په لازیاتو فعالیتونو کې دمیرمنو دفعالیت د مخنیوي په دلیل له داخلی او بهرنیو نیوکو سره مخامخ ده .
زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، حامد کرزي پرون په کابل کې دافغانستان د ملی محور له غړو سره په کتنې کې د هیواد مشکلاتو د حل لپاره په بې عملۍ په نیوکو سره ، د بیروزګارۍ پر کمیدا ، د انجونو دښونځیو په پرانستو او خپلو دندو ته د میرمنو په بیرته ستنیدا ټینګار وکړ .
د افغانستان پخواني ولسمشر ، دعلم ترلاسه کول ، دهیواد دترقۍ او پرمختګ اساس وبالۀ او د میرمنو اوسړیو مشارکت ئې د ترقۍ او پرمختګ اصول وبلل .
حامد کرزي دتیر نظام له نسکوریدا وروسته او دطالبانو په حاکمیّت پسې ، د لازیاتو شخصیّتونو او مسئولانو په اپوټه له هیواده بهر ونه وت اوتل پر انجونو دښونځیو په تړل کیدا ئې نیوکې کړي او همداراز ئې د طالبانو دحکومت په وړاندې په سیاسی او اجتماعي ډګر کې د میرمنو پر شتون او ګډون ټينګار کړی دی .