د افغانستان له بلخاب ولسوالۍ طالبانو شاتګ وکړ
طالبان په تیر اګست کې په افغانستان کې بیرته قدرت ته په رسیدا سره په کرتو په قومي او توکمیزو انګیزو سره له تفرقې او داخلی شخړو سره مخامخ شوي دي .
زمونږخبریال د شفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ، یو هزاره او طالب قوماندان مولوي مهدي څو میاشتې مخکې راهسې طالبانو ډله دافغانستان شیعیانو اوهزارګانو ته په بې پامۍ تورنوي .
طالبان په تیر اګست کې په افغانستان کې بیرته قدرت ته په رسیدا سره په کرتو په قومي او توکمیزو انګیزو سره له تفرقې او داخلی شخړو سره مخامخ شوي دي .
په راپور کې وئيل شوي دي ، د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې ځاي سرچینو د طالب ځواکونو دهغې حملې دناکامۍ خبر ورکړی ، چې پرون سهار ئې په دغې سیمې پيل کړې وه او د طالبانو دغه ماته د هزاره طالب قوماندان مولوي مهدي پلوي ځواک هم تائيد کړې ده .
مولوي مهدي د طالبانو یوازینۍ شیعه او هزاره قوماندان دی چې له دغې ډلې سره ډغرې ته راپورته شوی دی . ددغو سرچینو په وینا ، دمولوي مهدي ځواک په ځوابي حملې پسې طالبانو ماته خوړلې او حدبخشي سیمې ته ئې شاتګ کړی دی . په راپور کې وئيل شوي دي ،په پرونۍ نښتې کې شل طالب وسلوال وژل شوي او یوشمیر نوره هم د مولوي مهدي کسانو نیولي دي .البته طالبانو تر دې دمه په دې اړه چپه خوله ساتلې ده .
وئيل شوي دي چې د مولوي مهدي ځواکونو دځپلو لپاره طالبانو بلخاب ولسوالۍ ته درې زره کسیز ځواک لیږدولی دی .