د افغانستان زلزله ځپلو ته د ایران دوهمه مرستندویه جوپه هم ورسیده
طالبانو له نړیوالو څخه د مرستې په غوښتې سره پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان له ولس سره دې د انسان دوستۍ د مرستو لیږد او دمرسته رسونې چارې له سیاسی کولو ډډه وکړي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، د ایران داسلامي جمهوریت د روغتیائي ،درملنې او د پرکټو د برخې مرستیال پيمان نامدار په مشرۍ د ایران د سرې میاشتې ټولنې مرستندویه کاروان افغانستان ته په رسیدو سره ددغه هیواد چارواکو ته وسپارل شو .
پيمان نامدار همداراز د طبیعي پیښو په چارو کې د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت له استازي مولوی شمس الدین حقیار سره په زلزله ځپلو سیمو کې د خدماتو د وړاندې کولو د څرنګوالي او د راتلونکو شپو ورځو په باب بحث او د نظر تبادله وکړه .
طالبانو له نړیوالو څخه د مرستې په غوښتې سره پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان له ولس سره دې د انسان دوستۍ د مرستو لیږد او دمرسته رسونې چارې له سیاسی کولو ډډه وکړي .