طالبانو تیر حکومت ته ورته امنیتي سیسټم جوړ کړی دی
د طالبانو لنډمهاله حکومت د خپلو ځواکونو لپاره د افغانستان د تیر حکومت د امنیتي جوړښت په شان سیسټم جوړ کړی دی
د تیر حکومت د جوړښت له مخې د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو او ملي امنیت د ریاست په چوکاټ کښې د درې نیم لاکه امنیتي ځواکونو جوړول ټاکل شوي وو خو د تیر حکومت د پرزیدو په وخت د هغوي د شمیر په هکله کره شمیره نه وه موجوده.
د سیګار د رپورټ له مخې، د طالبانو د حکومت هوايي ځواکونه، د ټولو برخو په شمول پوځي ځاکونه یعنې د (سرې قطعې) په نامه د ځانګړو ځواکونو او د پولیسو د مختلفو برخو لکه د ټریفک او امنیت په شان د ځواکونو کلیات بیخي د هغو تشکیلاتو د جوړښت په شان دي چې د افغانستان د تیر حکومت پوځ او امنیتي ځواکونو درلودل او طالبانو یې هم نقل کړی دی.
خو په دغه رپورټ کښې د طالبانو د حکومت د ځواکونو شمیر او کیفیت ته هیڅ اشاره نه ده شوې.