افغانستان کښې د صلحې په موافقې باندې ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117742-افغانستان_کښې_د_صلحې_په_موافقې_باندې_ټینګار
ملګرو ملتو کښې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ سرپرست له دغه سازمانه وغوښتل چې د لورو ترمینځ د صلحې د یوې موافقې زمینه برابره کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2022 01:11 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د صلحې په موافقې باندې ټینګار

ملګرو ملتو کښې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ سرپرست له دغه سازمانه وغوښتل چې د لورو ترمینځ د صلحې د یوې موافقې زمینه برابره کړي

نصیر احمد فایق د امنیت شورا د جمعې ورځې په غونډې کښې وویل: پکار دي چې د کورنیو لورو ترمینځ د صلحې د یوې موافقې له لارې د ترهګرو په خوندي پټنځي د افغانستان د بدلیدو او یوځل بیا د جنګ د راستنیدو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان خلک له جنګه ستړي شوي دي او یوې داسې ملي اجماع ته ضرورت لري چې په کښې د ټولو قومونو او پرګنو استازي ګډون ولري.

فایق په دغې غونډې کښې د واکمنۍ د انحصار لپاره د طالبانو په هلوځلو باندې په نیوکې سره په پنجشیر، بغلان او تخار ولایتونو کښې په ملکي وګړو باندې د رعب او ویرې اچونې، شکنجې او وژلې د بندیدو غوښتنه وکړه.

د فایق په وینا، په افغانستان کښې د وسله والو ډلو د راڅرګندیدو او د القاعدې، داعش او نورو بهرنیو وسله والو د شتون په وجه  امنتي اندیښنې په زیاتیدو دي او تر څنګ یې په روزنیزو مرکزونو او مذهبي ځایونو کښې ترهګرې حملې او چاودنې هم زیاتې شوې دي.

ملګرو ملتو کښې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ سرپرست ټینګار وکړ چې طالبان باید په ملي او نړیوالو ژمنو عمل وکړي، د بشري حقوقو او معیارونو احترام وکړي او د افغانستان په ټولو خلکو کښې یووالي او ګډ ژوند پياوړی کړي.