واک ته د طالبانو په رسیدا سره د افغانستان وضعیّت ښه شوی
مولوی حنفي په دغې کتنې کې د انسان دوستۍ او نورو برخو کې د ملګروملتو د ملګرتیا او مرستو مننه اوستاینه وکړه او وې وئیل ، دطالبانو حکومت له دغې موسیسې سره د هرډول ملګرتیالپاره تیار دی .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، په افغانستان د ملګروملتو(یوناما) د استازي نوي مرستیال مارکوس پوټزل پرون ناوخته د طالبانود حکومت دخارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي او دکابینې له مرستیال عبدالسلام حنفي سره د افغانستان د حالاتو په باب جلاجلا لیده کاته وکړل .
مولوی حنفي په دغې کتنې کې د انسان دوستۍ او نورو برخو کې د ملګروملتو د ملګرتیا او مرستو مننه اوستاینه وکړه او وې وئیل ، دطالبانو حکومت له دغې موسیسې سره د هرډول ملګرتیالپاره تیار دی .
همداراز د ملګروملتو د استازي مرستیال د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره په کتنې کې دواړو لورو د افغانستان د ولس دمشکلاتو دحل لپاره په لازیاتې ملګرتیا پخلا شول او متقي په دغې کتنې کې ووئيل واک ته د طالبانو په رسیدا سره د افغانستان وضعيّت ښه شوی دی . باید ملګري ملتونه د ځينو غرضي کړیو په بې بنسټه ادعاګانو قضاوت نه کوي.
سرچینې زیاته کړې ، پوتزل د خپل ماموریت په تړاو متقي ته معلومات ورکړل او د ښه ماموریت د ترسره کولو لپاره ئې چې په فارسي ژبه بشپړ مسلط دی ، د طالبانوملګرتیااو غږملتیا لازمه وبلله او وې وئيل، په ویاړ سره افغانستان ته بیرته راغلی یم او ژمن یم چې دافغانستان د ولس لپاره کار وکړم ،ځکه د دوی هیواد دمګړئ له یوه حساسه پړاوه . پوټزل دم ګړۍپه افغانستان کې د ملګرولمتو دنمایندګۍ یوناما ددفتر سرپرستي هم په غاړه لري .