واک ته د طالبانو په رسیدا سره د افغانستان وضعیّت ښه شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118176-واک_ته_د_طالبانو_په_رسیدا_سره_د_افغانستان_وضعیّت_ښه_شوی
مولوی حنفي په دغې کتنې کې د انسان دوستۍ او نورو برخو کې  د ملګروملتو د ملګرتیا او مرستو مننه اوستاینه وکړه او وې وئیل ، دطالبانو حکومت  له دغې موسیسې سره د هرډول ملګرتیالپاره تیار دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2022 00:23 Asia/Kabul
  • واک ته د طالبانو په رسیدا سره د افغانستان وضعیّت ښه شوی

مولوی حنفي په دغې کتنې کې د انسان دوستۍ او نورو برخو کې  د ملګروملتو د ملګرتیا او مرستو مننه اوستاینه وکړه او وې وئیل ، دطالبانو حکومت  له دغې موسیسې سره د هرډول ملګرتیالپاره تیار دی .

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، په  افغانستان  د ملګروملتو(یوناما) د استازي نوي مرستیال  مارکوس پوټزل پرون ناوخته د  طالبانود حکومت دخارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي او دکابینې له مرستیال عبدالسلام حنفي سره  د افغانستان د حالاتو په باب جلاجلا لیده کاته وکړل .

مولوی حنفي په دغې کتنې کې د انسان دوستۍ او نورو برخو کې  د ملګروملتو د ملګرتیا او مرستو مننه اوستاینه وکړه او وې وئیل ، دطالبانو حکومت  له دغې موسیسې سره د هرډول ملګرتیالپاره تیار دی .

همداراز د ملګروملتو د استازي مرستیال د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له  سرپرست  مولوي امیر خان متقي  سره په کتنې کې  دواړو لورو د افغانستان د ولس دمشکلاتو  دحل لپاره په لازیاتې ملګرتیا پخلا شول  او متقي په دغې کتنې کې ووئيل  واک ته د طالبانو په رسیدا سره د افغانستان  وضعيّت ښه شوی دی . باید ملګري ملتونه د ځينو غرضي  کړیو په بې بنسټه ادعاګانو قضاوت نه کوي.

سرچینې زیاته کړې ، پوتزل د خپل ماموریت په تړاو متقي ته معلومات ورکړل او د ښه ماموریت د ترسره کولو لپاره ئې چې په فارسي ژبه بشپړ مسلط دی ،  د طالبانوملګرتیااو غږملتیا لازمه وبلله او وې وئيل، په ویاړ سره  افغانستان ته بیرته راغلی یم او ژمن یم چې  دافغانستان د ولس لپاره کار وکړم ،ځکه  د دوی هیواد دمګړئ له یوه حساسه پړاوه . پوټزل دم ګړۍپه افغانستان کې د ملګرولمتو دنمایندګۍ یوناما ددفتر سرپرستي هم په غاړه لري .