په تاجیکستان کې د احمد مسعود او طالبانو دخبرواترو ګونګوسې آوریدل کیږي
ددغې غونډې موخه ، په افغانستان کې داوسني بحران دختمیدا ، په دغه هیواد کې ددرستو سیاسی ډلوټپلو په ګډون سره د ټولشموله حکومت د رامینځةکیدا لپاره د سیاسی حل لارې موندل بلل شوې ده .
سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړی، ترلاسه شوي راپورونه ښئ چې د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملی مقاومت جبهې مسئولانو وئيلي دي ،ټاکل شوې ده، دتاجیکستان په پلازمینې دوشنبې ښار کې له طالبانو سره یوه غونډه ترسره کړي .
ددغه راپور په اساس و دم ګړۍ ددغې ناستې دترسره کیدا نیټه مشخصه شوي نه ده ، خو ټاکل شوې ده ، په دغې ناستې کې د ګډون لپاره دس یاسی ګوندونو او ډلو ټپلو ، روڼ اندو اوعمومي شخصیّتونو کابو پنځوسو تنو ته د ګډون بلنه ورکړل شي .
ددغې غونډې موخه ، په افغانستان کې داوسني بحران دختمیدا ، په دغه هیواد کې ددرستو سیاسی ډلوټپلو په ګډون سره د ټولشموله حکومت د رامینځةکیدا لپاره د سیاسی حل لارې موندل بلل شوې ده .
داپه داسې حال کې دی چې په تاجیکستان کې دافغانستان سفارت په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، ددغه شان کنفرانس د ترسره کیدا په با ب څه اطلاعات نه لري ، ځکه په دې باب دوي ته نه د ملی مقاومت جبهې او نه هم رسمي اورګانونو څه اطلاعات نه دي ورکړل شوي .
د تاجیکستان خارجه وزارت په دې اړه وئيلی دي ، ددغه کنفرانس په باب موضوع نه ردوي او نه ئې هم تائيدولی شي ، په عین حال کې دتاجیکستان یوه ډيپلوماټيک شخصیّت چې له لازیاتو جزیاتو ورکولو ئې ډډه کړې ، تائيد کړې ده چې دا موضوع د ارزونې په حال کې ده .