د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وائي ددغې سیمې عواید لوړشوي دي
جلال اباد ښار چې په لومړي سرکې د څلویښت زره کورنیو د استوګنې لپاره چمتو شوی و خواوسمهال پکې د معلوماتو له مخې تر یو نیم ملیون ډیر وګړي استوګنه لري.
زمونږخبریال له ننګرهاره راپورراکړ ،دافغانستان د ننګرهار ولایت د جلال آباد د ښاروالۍ چارواکو په وینا یوازې په ښار کې د فلزي غُرفو د ویش له درکه د میاشتې دوه نیم ملیونه افغانۍ عواید تر لاسه کیږي
په راپور کې وئيل شوي دي ،د جلال اباد ښاروالۍ د مطبوعاتو مسئول بختي جان مراد وایي په جلال اباد ښار کې د ښاري نظم رامینځته کولو تر څنګ د عوایدو د لوړیدو او نویو سرچینو د موندلو هڅې په ګړندۍ توګه روانې دي . نوموړي وویل دهمدې هڅو په لړ کې په ښار کې د لاس پلورونکو دتنظیم او هغوې ته د ثابتو ځایونو د ورکړې په موخه د درې زرو اوسپنیزو غرفو د ایښودلو پریکړه شوې چې تر دا مهاله یې دوه زره پنځه سوه غرفې ځاې پر ځای شوي چې له هرې غرفې په لومړي سرکې نهه زره افغانۍ تر لاسه شوي او دهمدې غرفو څخه دمیاشتې دوه نیم ملیونه افغانۍ د ثابتو عوایدو په توګه د ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي ، دجلال اباد ښاروالۍ د مطبوعاتو مسول وایي دفلزي غرفو د لګولو پروسه به د ښار بېلابېلو سیمو ته وغزوي او ټول لاس پلرونکي به پکې تنظیم شي چې ورسره به له یوې خوا دښار نظم برابر او بله خوا دښاروالۍ په ثابتو عوایدو کې دپام وړ زیاتوالی رامنځته شي. جلال اباد ښاریان هم د ښاروالۍ ددې اقدام ستاینه کوي خو وایي دا اوسپنیزې غرفې تر ډیره د ښارپه دننه کې د ویالو پر سر ایښودل شوي چې د باران پر مهال د اوبو دتګ لارې یې له ستونزو سره مخ کړي او ډیری مهال اوبه دویالو پر ځای پر واټونو روانې وي ، جلال اباد ښار چې په لومړي سرکې د څلویښت زره کورنیو د استوګنې لپاره چمتو شوی و خواوسمهال پکې د معلوماتو له مخې تر یو نیم ملیون ډیر وګړي استوګنه لري.که څه هم چې په وروستیو کې دښار د پراختیا هڅې شوي خو لاهم جلال اباد ښاریان په ښار کې د موجودې بې نظمۍ له امله اندیښمن دي او له چارواکو غوښتنه کوي چې په ښارکې نظم او پاکوالي راوستلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي