د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو لپاره اقدام وکړئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118518-د_نجونو_د_ښوونځیو_پرانیستلو_لپاره_اقدام_وکړئ
د ملالې فنډ خیریه بنسټ پر نړۍ غږ کړي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په موخه دې د طالبانو په چارواکو ډيپلوماټیک فشارونه راوړل شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2022 06:49 Asia/Kabul
  • د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو لپاره اقدام وکړئ

د ملالې فنډ خیریه بنسټ پر نړۍ غږ کړي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په موخه دې د طالبانو په چارواکو ډيپلوماټیک فشارونه راوړل شي

ډیلي مسیر لیکلي چې په افغانستان کښې د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو د ۳۰۰ ورځو د بشپړېدو په تړاو د ملالې فنډ خیریه بنسټ اندېښنه ښودلې او د نجونو پر مخ يې د ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کړی دی.

دغه فاونډیشن ویلي، په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو له عمومې ناستې وړاندې د نړۍ له مشرانو غواړي چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په هدف د طالبانو د حکومت په چارواکو فشارونه راوړي، د افغانستان له ښوونیز نظام څخه مالي ملاتړ وکړي او د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په برخه کې د افغان ښځو ملاتړ ته راودانګي.

په دغه لیک کې ټینګارشوی: لپاره د دې چې دغه کار وشي نن باید د افغان نجونو د راتلونکي لپاره زړور او سمدستي اقدامات ترسره کړئ.

د یادونې وړ ده چې تیر کال په افغانستان کې د نظام تر ړنګیدو وروسته نوي سرپرست حکومت د نجونو پر متوسطه او ثانوي زده کړو بندیز ولګاوه او له بیابیا ژمنو سره سره یې تراوسه د جینکو ښوونځي نه دي خلاص کړي.