پاکستان له طالبانو د سکرو ډبرو د اخیستو دوام غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118698-پاکستان_له_طالبانو_د_سکرو_ډبرو_د_اخیستو_دوام_غواړي
کابل ته د پاکستان تللي تجارتي پلاوي له افغانستان څخه په ارزانه بیه د سکرو ډبرو د خرڅون د جاري ساتلو غوښتنه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2022 06:31 Asia/Kabul
  • پاکستان له طالبانو د سکرو ډبرو د اخیستو دوام غواړي

کابل ته د پاکستان تللي تجارتي پلاوي له افغانستان څخه په ارزانه بیه د سکرو ډبرو د خرڅون د جاري ساتلو غوښتنه وکړه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاند ویلي چې د پاکستان د تجارت د وزارت د مرستیال صالح احمد فاروقي په مشرۍ کابل ته د دغه هیواد د پلاوي په سفر کښې پاکستاني لوري په ارزان قیمت له افغانستانه د سکرو ډبرو د واردیدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د موقته حکومت د تیلو او معدنونو د چارو د وزارت په وینا، نن سبا په ورځ کښې تقریباً ۱۰ زره ټنه د سکرو ډبرې پاکستان ته صادریږي او خبري سرچینو ویلي دي چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په دغو صادراتو کښې زیاتوالی راغلی دی.

ویل کیږي چې کابل ته د دغه پاکستاني پلاوي سفر د افغانستان د سکړو ډبرو د بیې له لوړیدو وروسته شوی دی.

طالبانو په دې وروستیو کښې په پاکستان باندې په ارزانه بیه د سکرو ډبرو په خرڅولو باندې د کورنیو نیوکو وروسته ویلي وو چې پاکستان ته د صادراتي سکرو د هر ټن قیمت به له ۹۰ نه ۲۵۰ ډالرو ته زیات کړي.

د افغانستان د سکرو ډبرې د ارزانې بریښنا د تولید لپاره د پاکستان د بریښناکوټونو د سونګو یوه اصلي او مهم سرچینه ده او اسلام آباد ورته سخت ضرورت لري.