افغانستان کښې انساني حالات لا خرابیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118710-افغانستان_کښې_انساني_حالات_لا_خرابیږي
نړیوالو موسسو د خوراکي موادو د کمښت، وچکالۍ او ساري ناروغیو د دوام په وجه په راتلونکو شپږو میاشتو کښې د افغانستان د انساني وضعې په اړه خبرداری ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2022 09:18 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې انساني حالات لا خرابیږي

نړیوالو موسسو د خوراکي موادو د کمښت، وچکالۍ او ساري ناروغیو د دوام په وجه په راتلونکو شپږو میاشتو کښې د افغانستان د انساني وضعې په اړه خبرداری ورکړ

د خوړو د نړیوال پروګرام او فائو سازمان په هغه ګډ رپورټ کښې چې په دې وروستیو کښې خپور شو، راغلي دي: د افغانستان په شمول په نړۍ کښې ۲۰ سیمې په ډیرې زیاتې خوراکي ناامنۍ سره له ګواښ سره مخامخ دي چې په دې منځومان کښې افغانستان په نړۍ کښې د خوړو د ناامنۍ غمیزه ناک حالت ته په رسیدو دی.

په داشان حالاتو کښې د افغانستان د بیارغاونې په چارو باندې د امریکې څارونکې ادارې (سیګار) په یو رپورټ کښې ویلي چې د افغانستان تقریباً اته نیم میلیونه خلک سمدستي خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

سیګار زیاتوي چې د تیر یو کال په پرتله نړیوالو مرستو ته د افغانستان د خلکو اړتیا دوه چنده زیاته شوې ده.

په دغه رپورټ کښې هم داشان راغلي چې د تیر کال د کورنیو بدلونونو او نښتو په وجه په افغانستان کښې دننه د بې ځایه شویو او کډوالو شمیر ۷ لکه ۱۰ زره کسانو ته رسیدلی دی.

سیګار ولي دي: په افغانستن کښې انساني مرستو ته د اړمنو کسانو شمیر اوس ۲۴.۴ میلیون کسانو ته رسیدلی، په داسې حال کښې چې دغه شمیر د ۲۰۲۱ کال په اوایلو کښې یوازې ۶ میلیون تنه و.