کابل کښې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118738-کابل_کښې_د_داعش_ډلې_دوه_غړي_وژل_شوي
زمونږ خبریال وايي په کابل ښار کښې د طالبانو د ځواکونو په ځانګړیو عملیاتو کښې پینځه داعشیان مړه یا نیول شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2022 00:54 Asia/Kabul
  • کابل کښې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي

زمونږ خبریال وايي په کابل ښار کښې د طالبانو د ځواکونو په ځانګړیو عملیاتو کښې پینځه داعشیان مړه یا نیول شوي دي.

د طالبانو د استخباراتو مشر پرون وویل په کابل کښې د داعش ډلې په یوه پټنځای باندې د طالبانو په حمله کښې د داعش ډلې دوه غړي ووژل شول او درې نور چې خارجي ښاریز دي ونیول وشول.

په دغو عملیاتو کښې طالبانو له دغو کسانو وسلې هم ترلاسه کړي دي.

پرون سهار هم طالبانو د داعش ډلې د یوه غړي د نیول کیدا خبر ورکړ کوم چې په کابل کښې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات کښې د ترهګرې حملې نیت درلود.

داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې له تیرو  کلونو راهسې په بیلابیلو بریدونو او بم چاودنو کښې د افغانستان ګڼ شمیر خلک وژلي دي.

ځینې شناندې باوري دي چې امریکا د داعش ترهګرې ډلې هغه غړي چې په عراق او سوریې کښې یې ماتي خوړلي ده افغانستان ته استولي دي چې وکولای شي په افغانستان او سیمه کښې د واشنګټن هدفونه پوره کړي.