پاکستان او افغانستان د بس سروس پیلوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان او د افغانستان چارواکو پرون په کابل کښې درې ورځنې خبرې اترې بشپړه کړې چې دوه اړخیزه تجارت پیاوړی کړي او تاجرانو ته ورپیښ مشکلات حل کړي ، د ویزو ورکول اسان کړي او په سرحدونو کښې ټرکونه او مالونه زر رخصت کړي.
په کابل کښې د پاکستان سفارت پرون وویل چې د افغانستان او د پاکستان چارواکو په کابل کښې په درې ورځنیو خبرو کښې موافقه وکړه چې له راتلونکي میاشت څخه د دواړو هیوادونو په سرحدونو کښې د بسونو سرویس پیل کړي چې دواړو هیوادونو ته مسافران یوسي.
د پاکستان سفارت وویل چې د پیښور او جلال اباد او د کویټه او د قندهار ترمینځ د لوکس ګاډو سرویس به د اګست میاشتې تر پاې پورې پیل شي.
د پاکستان یو پلاوی چې مشرۍ یې د سوداګرۍ چارواکي محمد صالح احمد فاروقي کوي د دریو ورځنیو خبرو لپاره کابل ته تللی دی چې د دوه اړخیزه تجارت، ټرانزیټ او د نورو موضوعګانو په هکله د افغانستان له چارواکو سره خبرې وکړي.