نورستان کې سیلابونو د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي
په نورستان ولایت کښې ځایي چارواکي وایي د اوښتي زیان د کره کولو هڅې یې پېل کړې دي
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د لویدیز نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسیدونکي وایي دت ېرې ورځې سیلابونو ددې ولسوالۍ استوګنوته دسر او مال درانه زیانونه ور اړولي دي .
د نورګرام ولسوالۍ اوسیدونکی خالد افغان وایي د تېرې شپې سیلابونو په نورګرام ولسوالۍ کې درې میرمنې وژلي نږدې پنځه کیلو متره سرک او سلګونه جریبه کرنیزه زمکه یې ویجاړه او سلګونه څاروي یې وژلي دي ، همدارنګه یې درې زره میوه لرونکې ونې هم وړي دي . دنورستان په بله ولسوالۍ واما کې هم دتیرې ورځې سیلابونو دسر او مال زیان اړولی دی . دلویدیز نورستان لپاره د نورستان دوالي مرستیال شیخ زرمحمد حقاني وايي سیلابونو یوه میرمن وژلې او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي. دنورستان مرستیال والي په داسې حال کې چې وایي د وروستیو سیلابونو له امله یې د اوښتي زیانونو دکره کولو هڅې پېل کړي پر مرسته کوونکو ادارو غږ کړی چې د دې ولایت دسیلاب ځپلو مرستې ته راوړاندې شي.له تېرې خواوشاه یوې میاشتې راهیسې دنورستان ولایت په ګډون دافغانستان په ګڼو ولایتونوکې سیلابونو خلکو ته دسر او مال درانه زیانونه اړولي او ګڼ شمیر خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.په داسې حال کې چې افغانان له وړاندې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان وو خو وروستیو طبیعي پیښو یې ستونزې نورې هم ورزیاتې کړې .