د افغانستان د ترینګلتیاؤ عامل امریکائي بندیزونه دي 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118880-د_افغانستان_د_ترینګلتیاؤ_عامل_امریکائي_بندیزونه_دي
 امریکا په افغانستان کې دتیر کال په اګست میاشت کې واک ته دطالبانو په بیرته رسیدا پسې  ددغه هیواد کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل او مصادره کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 24, 2022 08:17 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ترینګلتیاؤ عامل امریکائي بندیزونه دي 

 امریکا په افغانستان کې دتیر کال په اګست میاشت کې واک ته دطالبانو په بیرته رسیدا پسې  ددغه هیواد کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل او مصادره کړي دي.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنی وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي  دافغانستان د حکومت په ضد د امریکا دبندیزونو په غیر قانوني بللو سره  ووئیل ، دافغانستان انساني حالاتو ترینګلتیا چې  له دې مخکې هم ښه نه وه ، زمونږ قدرت ته له رسیدا وروسته لاپسې بدتره شوې ده.

 امریکا په افغانستان کې دتیر کال په اګست میاشت کې واک ته دطالبانو په بیرته رسیدا پسې  ددغه هیواد کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل او مصادره کړي دي.

 د طالبانو د حکومت دخارجه وزارت ویندوي دغه راز ووئيل،دغه بندیزونه دهغو بندیزونو په څیر  نه دي چې  پر نورو هیوادونو اعمال شوي دي،له همدې امله په افغانستان کې  له بانکونو سره د نړۍ  مالی رابطه یا هماغه د سویفټ نړیوال سسټم  فعال نه دی او مونږ هیڅ ډول نړیواله معامله نه شو ترسره کولی.

 داپه داسې حال کې دي،چې  په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې بیروزګاري او بې وځلي تر ډ يره حده زیاته شوې ده،د ملګروملتو داحصایو په اساس،د افغانستان  څه دپاسه اته نوي فیصدي آبادي له بې وځلۍ سره لاس او ګریوان ده .