طالبانو د افغانستان د اوورګاډي په پټلۍ ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118920-طالبانو_د_افغانستان_د_اوورګاډي_په_پټلۍ_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان له خارجه وزیر سره په کتنه کښې له دغه هیواد څخه د عبوري اوورګاډي د پروژې د اجرا پرضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2022 06:39 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغانستان د اوورګاډي په پټلۍ ټینګار وکړ

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان له خارجه وزیر سره په کتنه کښې له دغه هیواد څخه د عبوري اوورګاډي د پروژې د اجرا پرضرورت ټینګار وکړ.

د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمدي وویل د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په خبرو کښې د دواړو هیوادونو د ګډو بیخ بنايي پروژو په هکله د ترمذ، د مزارشریف ، کابل او پیښور د اوورګاډي د پټلۍ د جوړولو د کار د پیلولو پرضرورت ټینګار وکړ.

له دې مخکې د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړي استازي او د خارجه وزیر مرستیال محمد صادق خان هم د اوورګاډي د پټلۍ د جوړولو د کار د پیلیدا خبر خپور کړی و کوم چې ازبکستان ، پاکستان او افغانستان له یوبل سره وصلوي.

د دغه شپږسوه کلومیټره اوورګاډي د پټلۍ د جوړولو لګښت پینځه میلیارډه ډالره اټکل شوی دی.

د اوورګاډي دغه پټلۍ د پاکستان اصلي بندرونو ته د مرکزي اسیا د هیوادونو د لاسرسي سبب ګرځي.