په افغانستان کې دې ټولشموله حکومت جوړ شي
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستیالۍ دفتر (یوناما) په دغه هیواد کې یو ځل بیا د ټولشموله حکومت پر جوړیدا ټينګار وکړ.
زمونږخبریال د شفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستیالۍ دفتر پخپل پرون ناوخته پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلی،د یوناما دپلاوي سرپرست مارکوس پوټزل دافغانستان په بامیان ولایت کې د ولسی مشورتي کمیشن او دمدني ټونې او میرمنو له استاذو سره په لیدوکاتو کې یو ځل بیا په دغه هیواد کې دټولشموله حکومت پر جوړیدا ټينګار کړی دی . مارکوس پوټزل د افغانستان په چارو کې دملګروملتو د سرمنشي دځانګړي استازي په توګه له ټاکل کیدا وروسته د افغانستان مختلفو ولایتونو ته سفرونه پيل کړي دي او تر دې دمه ئې ننګرهار ،خوست او بامیان ولایتونو ته سفرونه کړي دي.
د وئيلو ده چې افغانستان له ډيرو زیاتو اقتصادي مشکلاتو سره مخ شوی دی او طالبان له دغو مشکلاتو اوچیلنجونو څخه وتلو او له نورې دنیا سره دتعامل لپاره په افغانستان کې ددغې ډلې د موقته حکومت د په رسمیّت پيژندل کیدا ته اړتیا لري .