افغانستان ته د خراسان جنوبی تولیدي محصولات نوره زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118958-افغانستان_ته_د_خراسان_جنوبی_تولیدي_محصولات_نوره_زیات_شوی
په تیر اګست میاشت کې  د طالبانو بیا قدرت ته له رسیدا وخت راهسې تر دې دمه، افغانستان  ددغې ډلې د په رسمیّت پیژندنې  او له افغانستان   سره ملګرتیا ته د نه ګروهنې  لپاره د نړیوالې ټولنې د بې پامۍ له امله  له ډيرو سختو اقتصادي شرائطو سره  مخامخ شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2022 01:06 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د خراسان جنوبی تولیدي محصولات نوره زیات شوی

په تیر اګست میاشت کې  د طالبانو بیا قدرت ته له رسیدا وخت راهسې تر دې دمه، افغانستان  ددغې ډلې د په رسمیّت پیژندنې  او له افغانستان   سره ملګرتیا ته د نه ګروهنې  لپاره د نړیوالې ټولنې د بې پامۍ له امله  له ډيرو سختو اقتصادي شرائطو سره  مخامخ شوی دی.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، د ایران د ختیځ خراسان جنوبی  ولایت د مرکز  بیرجند  د تجارتي ، صنائعو، کانونو او کرهڼيزو چارو د کوټې  مسئولانو وئیلي دي،افغانستان ته له دغه ولایته  له شلو تر پنځویشتو فیصدو پورې تولیدات صادریږي .

په تیر اګست میاشت کې  د طالبانو بیا قدرت ته له رسیدا وخت راهسې تر دې دمه، افغانستان  ددغې ډلې د په رسمیّت پیژندنې  او له افغانستان   سره ملګرتیا ته د نه ګروهنې  لپاره د نړیوالې ټولنې د بې پامۍ له امله  له ډيرو سختو اقتصادي شرائطو سره  مخامخ شوی دی.

د ایران دبیرجند  دتجارتي ،صنائعو ، کانونو او کرهڼيزو چارو د کوټې یوه مسئول مقام علی  رضا خامه زر  پرون د بیرجند دتجارتي  کوټې د پولې د چارو او دګمرک ، ټرانسپورټ ،ټرانزیټ، د وارداتو د مدیریّت  او د صادراتو د پراختیا په کمیشن کې  چې  په افغانستان کې د ایران د تجارتي سلایار په شتون سره ترسره  شو،ووئيل؛د ولایت دپولې فاصله، د کابل او کندهار پشمول د افغانستان  هیواد تر نفوسي مرکزونو پورې ،له نورو پوله لاډيره کمه ده .

 خامه زر ددې خبرې په کولوسره چې  د وزن له پلوه افغانستان ته د ایران   پنځوس فیصدي صادراتي شیان  له جنوبی خراسانه  وځي،سیمټ، کاشۍاوټایلز،ډیزل،سپک هائيدرو کاربن، موبلیل، صیفی جات  او دغه راز نور هائيډرو کاربن  په څير زیاتره شیان   افغانستان ته د خراسان جنوبی صادراتي شیانو کې شامل دي .هغه زیاته کړه ، ماهیرود پوله  له افغانستان سره  دایران دریمه ګډه سرحدي پوله ده چې  له ډیر کم وخت سره سره ، ئې له دغه هیواد سره  د نورو پوله ایزو ولایتونو په نسبت زیات رونق او  وده نندارې ته وړاندې کړې ده .