افغانستان ته د خراسان جنوبی تولیدي محصولات نوره زیات شوی
په تیر اګست میاشت کې د طالبانو بیا قدرت ته له رسیدا وخت راهسې تر دې دمه، افغانستان ددغې ډلې د په رسمیّت پیژندنې او له افغانستان سره ملګرتیا ته د نه ګروهنې لپاره د نړیوالې ټولنې د بې پامۍ له امله له ډيرو سختو اقتصادي شرائطو سره مخامخ شوی دی.
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، د ایران د ختیځ خراسان جنوبی ولایت د مرکز بیرجند د تجارتي ، صنائعو، کانونو او کرهڼيزو چارو د کوټې مسئولانو وئیلي دي،افغانستان ته له دغه ولایته له شلو تر پنځویشتو فیصدو پورې تولیدات صادریږي .
په تیر اګست میاشت کې د طالبانو بیا قدرت ته له رسیدا وخت راهسې تر دې دمه، افغانستان ددغې ډلې د په رسمیّت پیژندنې او له افغانستان سره ملګرتیا ته د نه ګروهنې لپاره د نړیوالې ټولنې د بې پامۍ له امله له ډيرو سختو اقتصادي شرائطو سره مخامخ شوی دی.
د ایران دبیرجند دتجارتي ،صنائعو ، کانونو او کرهڼيزو چارو د کوټې یوه مسئول مقام علی رضا خامه زر پرون د بیرجند دتجارتي کوټې د پولې د چارو او دګمرک ، ټرانسپورټ ،ټرانزیټ، د وارداتو د مدیریّت او د صادراتو د پراختیا په کمیشن کې چې په افغانستان کې د ایران د تجارتي سلایار په شتون سره ترسره شو،ووئيل؛د ولایت دپولې فاصله، د کابل او کندهار پشمول د افغانستان هیواد تر نفوسي مرکزونو پورې ،له نورو پوله لاډيره کمه ده .
خامه زر ددې خبرې په کولوسره چې د وزن له پلوه افغانستان ته د ایران پنځوس فیصدي صادراتي شیان له جنوبی خراسانه وځي،سیمټ، کاشۍاوټایلز،ډیزل،سپک هائيدرو کاربن، موبلیل، صیفی جات او دغه راز نور هائيډرو کاربن په څير زیاتره شیان افغانستان ته د خراسان جنوبی صادراتي شیانو کې شامل دي .هغه زیاته کړه ، ماهیرود پوله له افغانستان سره دایران دریمه ګډه سرحدي پوله ده چې له ډیر کم وخت سره سره ، ئې له دغه هیواد سره د نورو پوله ایزو ولایتونو په نسبت زیات رونق او وده نندارې ته وړاندې کړې ده .