متقي: فساد او د نشه ایزوتوکو کښت مو صفر کړی
متقي مدعي شو، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د فساد او نیشه یي توکیو کچه صفر کړې او میلیاردونه ډالره نړيواله بشري مرسته ېې په شفاف ډول پر خلکو وېشلې ده.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي وويل چې د افغانستان د تېرو شلو کلونو د ستونزو پړه نه باید د طالبانو پر حکومت واچول شي.
متقي مدعي شو، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د فساد او نیشه یي توکیو کچه صفر کړې او میلیاردونه ډالره نړيواله بشري مرسته ېې په شفاف ډول پر خلکو وېشلې ده.
د طالبانو دغه لوړپوړي استازي دا ادعا هم وکړه، چې دوی هېڅ کوم سياسي او ښځینه بندي نه لري او حتی داعش بندیان په قانوني ډول نيسي او ساتنه ېې کوي.
د هغه په وينا، طالبانو په محدودې بوديجې د حکومتولۍ چارې په ښه ډول سمبال کړي، ۱۰ میلیونه تنه زده کړې کوي او په ټولو ولسواليو کې محاکمې فعاله او عدالت تامین دی.
د نوموړي څرګندونې یو شمېر طالب منتقدینو د افغانانو او نړيوالو سترګو ته خاوري شیندل بللي او ويلي، چې د ټولو خبرو د رد لپاره ېې کافي اسناد موجود دي.
دوی د سلګونه زره نجونو پر وړاندې د ښوونځيو تړل، د طالبانو صحرايي محکمې، په مختلفو نومونو له خلکو په زوره فساد او رشوت اخيستل، د داعش ډلې سره د تړاو په پلمه د خپلو لسګونو مخالفانو وژل، د قدرت انحصار او په پراخه کچه د خپلو کسانو په ګومارلو د حکومتولۍ د سيستمونو له منځه وړل د طالب واکمنۍ لویې کارنامې بولي.