ننګرهار کښې بارانونو اوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119044-ننګرهار_کښې_بارانونو_اوو_تنو_ته_مرګ_ژوبله_اړولې
لږترلږه اوو تنو ته په ننګرهار ولایت کښې د سخت اورښت او د کور د چت راپریوتو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2022 08:34 Asia/Kabul

لږترلږه اوو تنو ته په ننګرهار ولایت کښې د سخت اورښت او د کور د چت راپریوتو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده

له جلال آباده زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې ځایي اوسیدونکي او چارواکي وایي په مړو او ژوبلو کښې ښځې او کوچنیان شامل دي.

عینی شاهدان وایي چې تېره شپه د سخت اورښت له امله د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ اړوند د مامند په سیمه کښې د عظمت په نوم د یو ځایی اورسیدونکي دکور چت راپریوتی چې له امله یې یوه میرمن او دوه کوچنیان وژل شوي او څلورنور کوچنیان ژوبل شوي دي.  شاهدان وایي ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي چې د یوه ټپي روغتیایی حالت اندیښمن ښودل شوی دی.

عیني شاهدانو دغه راز ویلي چې نړیدلي کور اته خونې درلودې چې پکې یو شمیر څاروي هم وژل شوي او دکور ټول سامان تر خاورو لاندې شوی دی.

دشاهدانو پر وینا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په کور کښې د واده د خوښۍ مراسم روان وو.

بل پلو د ننګرهارولایت داطلاعاتو او کلتور ریاست ویاند قریشی بدلون وایي دسیمه ایزو چارواکو د معلوماتو له مخې په دې پیښه کښې چې تېره شپه دسخت اورښت او دغه راز د واده د خوښیو د نمانځنې پر مهال رامنځته شوه، یوه میرمن او درې کوچنیان  مړه شوي اودرې نور ژوبل شوي دي. نوموړي وویل چې دغې پیښې پر ځاني زیان سربیره یې مالي زیان هم رامنځته کړی دی.

د ویلو ده چې په دې ورستیو کې په ننګرهار ولایت کښې اورښتونو او سیلابونو خلکو ته پر درنو مالی زیانونو سربیره د سر تاوانونه هم واړولي دي.