مجاهد: داعش په افغانستان کې ماته خوړلی ده
طالبان او افغان ولس اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د داعش ځاله جوړه شي
د طالبانو چارواکو په داسې مهال د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د ۳ داعشیانو د وژلو ادعا کړې، چې د دې ډلې عمومي ویاند ذبیح ا... مجاهد په افغانستان کې د داعش د زياتيدو په اړه د روسیې وروستي دریځ ته غبرګون ښودلی.
د لغمان د الینګار لپاره د طالبانو ولسوال قاري زاهد ا... فاتح وایي چې د دغې ولسوالۍ په کنده ګل سیمه کې یې ځواکونو په غلچکي برید کې درې تنه داعشيان وژلي دي.
په ورته وخت کې يو شمېر ځايي خلکو رسنيو ته وژل شوي کسان ملکیان او بې ګناه ګڼلي او ویلي، چې طالبانو د شخصي دښمنۍ له امله وژلي دي.
بل خوا د طالبانو عمومي ویاند ذبیح ا... مجاهد په افغانستان کې د داعش ډلې د پراختيا په اړه د افغانستان په اړه د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرونيو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.
مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د داعشي ښکارندې دزیاتیدو اټکل ناسم او له واقعیت څخه لیرې دی.
نوموړي ويلي طالبان او افغان ولس اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د داعش ځاله جوړه شي.دلته داعش ځپل شوی او د له مینځه وړل کیدو په حال کې دی .د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنيدو سره د داعشيانو شمېر له ۲ زرو څخه ۶ زرو تنو ته لوړ شوی دی.