طالبانو په کابل کې د امریکا هوايي بریدوغنده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119254-طالبانو_په_کابل_کې_د_امریکا_هوايي_بریدوغنده
هغه ټینګار وکړ چې دغه برید د اسلامي امارت له لوري په هر ډول چې هدف او پلمه ترسره شوی، غندي او د نړیوالو اصولو خلاف او د دوحې له تړون څخه سرغړونه ګڼي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2022 08:30 Asia/Kabul
  •  طالبانو په کابل کې د امریکا هوايي بریدوغنده

هغه ټینګار وکړ چې دغه برید د اسلامي امارت له لوري په هر ډول چې هدف او پلمه ترسره شوی، غندي او د نړیوالو اصولو خلاف او د دوحې له تړون څخه سرغړونه ګڼي.

دطالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد  وايي چې د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې لخوا د استوګنې یو کور په نښه شو. نوموړي دغه برید غندلی دی.

افغان غږ خبری آژانس وایی د اسلامي امارت ویاند مجاهد په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د دغه برید نوعیت په پیل کې نه دی ټاکل شوی خو د امنیتي او کشفي ارګانونو لومړنۍ موندنې ښيي چې برید د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وسیله شوی دی.

هغه ټینګار وکړ چې دغه برید د اسلامي امارت له لوري په هر ډول چې هدف او پلمه ترسره شوی، غندي او د نړیوالو اصولو خلاف او د دوحې له تړون څخه سرغړونه ګڼي.

مجاهد دا هم ویلي، چې دا چلند د امریکا د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو د تکرار ښکارندویي کوي او د افغانستان او سیمې د ګټو خلاف کار دی.

په ورته وخت کې جو بایډن یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په کابل کې  په یوه برید کی د القاعدې مشر ایمن الظواهری وژلی دی .

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت مشرانو په ځلونو ټینګار کړی چې هیڅ فرد او ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي. د امریکا او طالبانو ترمنځ په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې په تړون کې هم پر دې ټینګار شوی دی.

خو یو شمېر افغانان په دې باور دي چې جوبایډن هڅه کوي چې د القاعدې د مشر د مړینې په اعلانولو سره خپل محبوبیت زیات کړي او له دې خبر څخه به د انتخاباتو پر مهال د غوښې په توګه کار واخلي.