په افغانستان کې د بریښنا تولید زیات شوی
د افغانستان د بریښنا دحکومتي شرکت (بریشنا) په دغه هیواد کې د آبی بریښنا د ۲۴فیصدي زیاتیدا خبر ورکړ .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان بریښنا حکومتي شر کت د خپل کړچار د راپور په خپرولو سره ، د آبی بریښنا د انرژۍ د تولید د ۲۴فیصدي زیاتیدا او دغه راز د بټیو د سسټماټيک کولو لپاره د هڅو د دوه چنده کولو خبر ورکړی.
ددغه راپور په اساس ، په تیر یوه کال کې ، په افغانستان کې د بریښنا د غوښتونکو شمیر هم اتلس فی صده زیات شوی دی .
بریشنا شرکت په داسې حال کې خپل کلنۍ راپور خپروي ، چې د افغانستان په تیره بیا د کابل خلک ،تل د بریښنا د بیا بیا غوڅیدا او کمښت شکایت کوي او ددغه شرکت ترټولو مهم چیلنج د ترهه ګرو عناصرو له خوا د هائي پاؤر بریښنا د ستنو الوزول دي .
په افغانستان کې پخواني او اوسني مسئولان له ډيرو هلو ځلو سره سره تر دې دمه نه دي توانیدلي د بریښنا د ستنو د الوزولو مخه ونیسي . په همدې لړ کې د افغانستان بریښنا شرکت په کرتو له خلکو غوښته کړې ، د بریښنا دتاسیساتو په ساتنې دې جدي توجه وکړی او ځاي امنیتی مسئولانو ته دې په اطلاع ورکولو سره ، د دښمنانو د ورانکارو هڅو مخه ونیسي .