کابل کښې په حسیني عزادارو باندې پرون هم ترهګره چاودنه شوې
-
فایل فوټو
د افغانستان خبري سرچینو په کابل کښې د ترهګرې چاودنې او په کښې د اتو کسانو د شهادت خبر ورکړی دی
د کابل ښار په لویدیځ کښې د حسیني ماتمیانو په ټول کښې د پرون مازیګر په ترهګرې حملې کښې چې پړه یې داعش ترهګرې ډلې ومنله، تقریباً سل تنه شهیدان او زخمي شوي دي.
له کابله زمونږ خبریال پرون په رالیږلي رپورټ کښې ویلي دي: په داسې حال کښې چې په افغانستان کې د حسيني عاشورا ورځې د نمانځلو لپاره تیارۍ روانې دي، نن ماسپښین د کابل ښار لوېديځه څنډه دشت برچي اړوند پل سوخته سيمه کې چاودنه شوې ده٠
عيني شاهدان وايي چې چاودنه د خلکو د ګڼې ګوڼې په سيمه کې رامنځته شوې او ممکن مرګ ژوبله هم ولري٠
د طالبانو امنيتي مسئولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي٠
په همدې حال کې د ولسي جرګې پخواني رئیس میر رحمان رحماني د سر کاريز او د کابل پل سوخته سيمو کې وروستۍ چاودنې په کلکو ټکو غندلي او ويلي یې دي چې پر دیني مراسمو بریدونه د توجيه وړ نه دي.
ښاغلي رحماني د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړي دي.