درې پاکستاني طالبان په افغانستان کښې وژل شوي دي
د پاکستاني طالبانو درې مهم قوماندانان د افغانستان په پکتیکا ولایت کښې ووژل شول
پاکستاني او یوشمیر افغان رسنیو د پاکستاني طالبانو د درې مهمو قوماندانانو دوژل کیدو خبر ورکړی دی. رسنیو ویلي چې دا درې واړه قومندانان د افغانستان دسهیل ختیز ولایت پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوې دي .
خو یو شمیر رسینو بیا ویلي چې پر دغو قوماندانانو د پاکستانی له لورې دبې بيلوټه الوتکې برید ترسره شوی دی. دپاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې په وژل شویو کې عبدالولي مشهور په عمر خالد خراساني چې د ډیورنډ پولې پورې غاړې د مومند ایجنسۍ اوسیدونکی وو، مفتی حسن چې په عراق او سوریه کې یې د داعش ډلې د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادی سره بیعت کړی او حافظ دولت چې د عمر خراسانی نږدی ملګری هم و، شامل دی. درسنیو دراپور پر بنسټ وژل شوي درې واړه دا مهال د افغانستان په ننګرهار او کونړ ولایتونوکښې دیره وو خو دتحریک طالبان پاکستان له مشرتابه سره د سلا مشورو لپاره د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ ته چې د ډیورنډ پولې پورې غاړه وزیرستان سیمی سره نږدې پرته ده پر لاره وو چې ماښام مهال یې موټر د سرک غاړې پر له وړاندې ابښودل شوي ماین والوت. د دې چاودنې مسولیت چا پر غاړه ندی اخیستی. ویل کیږي چې وژل شوي درې واړه طالب قوماندانان له پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو مخالف وو.
د پاکستانی طالبانو او د پاکستان دحکومت تر منځ خبرې په افغانستان کښې د طالبانو د موقت حکومت دکورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقانی په منځګړتوب ترسره کیږي چې دپاکستان دحکومت او قبایلي جرګې سره د دغو خبرو دوه پړاونه ترسره شوي خو کومه مثبته پایله یې نده ورکړې.
تحریک طالبان پآکستان وایي د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره یې بنسټیز شرط هغه قبایلي سیمو ته بیرته خپلواکي ورکول دي چې د پاکستان حکومت له حکومتي سیمو سره یو ځای کړي دي خو د پاکستان حکومت وایي چې دا چاره د یو قانون له مخې ترسره شوې او بیرته راکرځول یې ناشونې دي.