افغانستان له ایران سره خپل اقتصادي مبادلات نوره هم زیاتوي
د ایران داسلامی جمهوریت پلاوي مشر هم په دغې کتنې کې ټينګار کړی، اجازت نه ورکوي ،ځینی مسئلې د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفی اغیزې وشیندي .
د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست د افغانستان په چارو کې دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنې کې له ایران سره داقتصادي مبادلاتو د زیاتولو په ضرورت ټينګار وکړ.
په افغانستان کې د طالبانود موقته حکومت دخارجه وزارت مرستیال ویندوي حافظ ضیاءاحمد پرون ناوخته د طالبانو دخارجه وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره دایران د ولسمشر د ځانګړی استازي حسن کاظمي قمي د لیدوکاتو خبر ورکړ.
زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، حافظ ضیاءاحمد د امیرخان متقي له قوله ووئیل ، اوس وخت رارسیدلی دی له ایران سره اقتصادی مبادلات زیات شي.
د طالبانود خارجه وزارت سرپرست همداراز له ایران سره د تجارت او ټرانزیټ په زمینې کې د آسانتیاؤ د رامینځةکولو غوښته هم وکړه.
متقي په دغې کتنې کې د ایران په بانکونو کې دافغان تاجرانو دبانکي حسابونو دمحدودیّت پر ختمولو هم ټينګار وکړ.
د ایران داسلامی جمهوریت پلاوي مشر هم په دغې کتنې کې ټينګار کړی، اجازت نه ورکوي ،ځینی مسئلې د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفی اغیزې وشیندي .
د دغې ناستې په پاي کې موافقه وشوه چې د افغانستان د مختلفو اورګانونو یو پلاوی ایران ته سفر وکړي.