افغانستان له ایران سره  خپل اقتصادي مبادلات نوره هم زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119650-افغانستان_له_ایران_سره_خپل_اقتصادي_مبادلات_نوره_هم_زیاتوي
د ایران داسلامی جمهوریت  پلاوي مشر هم په دغې کتنې کې ټينګار کړی، اجازت نه ورکوي ،ځینی مسئلې د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفی اغیزې وشیندي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2022 08:00 Asia/Kabul
  • افغانستان له ایران سره  خپل اقتصادي مبادلات نوره هم زیاتوي

د ایران داسلامی جمهوریت  پلاوي مشر هم په دغې کتنې کې ټينګار کړی، اجازت نه ورکوي ،ځینی مسئلې د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفی اغیزې وشیندي .

د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست د افغانستان په چارو کې دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنې کې له ایران سره داقتصادي مبادلاتو د زیاتولو په ضرورت ټينګار وکړ.

په افغانستان کې د طالبانود موقته حکومت دخارجه وزارت مرستیال ویندوي حافظ ضیاءاحمد پرون ناوخته د طالبانو دخارجه وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره دایران د ولسمشر  د ځانګړی استازي  حسن کاظمي قمي د لیدوکاتو خبر ورکړ.

 زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، حافظ ضیاءاحمد  د امیرخان متقي له قوله  ووئیل ، اوس وخت رارسیدلی دی  له ایران سره اقتصادی مبادلات زیات شي.

د طالبانود خارجه وزارت سرپرست همداراز  له ایران سره د تجارت او ټرانزیټ په زمینې کې د آسانتیاؤ د رامینځةکولو غوښته هم وکړه.

متقي  په دغې کتنې کې د ایران په بانکونو کې دافغان تاجرانو دبانکي حسابونو دمحدودیّت پر ختمولو هم ټينګار وکړ.

د ایران داسلامی جمهوریت  پلاوي مشر هم په دغې کتنې کې ټينګار کړی، اجازت نه ورکوي ،ځینی مسئلې د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفی اغیزې وشیندي .

د دغې ناستې په پاي کې موافقه وشوه چې د افغانستان د مختلفو  اورګانونو یو پلاوی ایران ته سفر وکړي.