کابل بیا زورورې چاودنې ولړزاوه
Aug 13, 2022 07:00 Asia/Kabul
عيني شاهدانو ويلي چې دغه چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله شوې ده.
څو شېبې وړاندې د کابل ښار په لوېدیځ دشت برچي سيمه کې د یوې چاودنې غږ واورېدل شو.
يو شمېر ځايي اوسېدونکي وايي، چې چاودنه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز په دروازه کې شوې ده.
تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه شوی، خو عيني شاهدانو ويلي چې دغه چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله شوې ده.
د طالبانو امنيتي مسوولينو تراوسه پورې ددې چاودنې او تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
ټیګونه