افغانستان د بریښنا دتولید له ظرفیّته ډک دی
دطالبانو د موقته حکومت داقتصادي چارو د وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په یولړ څرګندونو کې ووئیل، افغانستان له جیوایکانومیک او جیوپولیټيک موقیعته برخمن دی او دبریښنا د انرژۍ دتولید لپاره له ډير ظرفیّته ډک دی .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ،د افغانتسان د طالبانو دموقته حکومت داقتصادي چارو وزارت مرستیال د بریښنا دتولید لپاره د افغانستان لوړو ظرفیّتونو ته په اشارې سره ،ددغه هیواد د انرژۍ او اوبه خور په برخې کې د پانګونې لپاره دمناسب فرصت د راپيدا کیدا خبر ورکړ.
په راپور کې وئيل شوي دي،د طالبانو د موقته حکومت داقتصادي چارو د وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په یولړ څرګندونو کې ووئیل،افغانستان له جیوایکانومیک او جیوپولیټيک موقیعته برخمن دی او دبریښنا د انرژۍ دتولید لپاره له ډير ظرفیّته ډک دی .
نظري همداراز په خپل یوه ټولنیز پیغام کې هم په افغانستان کې موجوده ظرفیّت ته په اشارې سره لیکلي دي افغانستان یوازې د آبی سرچینو په برخې کې د درویشت زره میګاواټي بریښنا د تولید توان لري،چې دغه اندازه له ضروری مقداره هم لازیاته ده.
ښاغلي نظري دغه راز ووئيل، افغانستان د لمریزې انرژۍدوه میلیون دوه لکه شل زره میګاواټ او د بادي انرژۍ کابو اوه شپیته زره میګاواټ ظرفیّت لري.
د طالبانو د موقته حکومت داقتصادي چارو د وزارت مرستیال په دې اند دی چې موقته حکومت دانرژۍ او اوبو په برخو کې د پانګونې فرصت برابر کړئ شي.دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې دافغانستان د بریښنا اتیا فی صدي برخه وارداتي ده او د ګاونډیو هیوادونو په وسیله تامینږي .