د الظواهري وژله باید دطالبانو په رسمیّت پيژندنې بهیر چټک کړي
د افغانستان له خاورې د نړۍ په ضد هیڅ ګواښ نشته او که د نړۍ هیوادونه دځینو ډلو ټپلو دفعالیتونو په باب کوم اطلاعات لري،نو باید دطالبانو په اختیار کې دې ورکړي څو لازم اقدامات ترسره شي.
په افغانستان کې د طالبانو دم وقته حکومت ویندوي ذبیح ا...مجاهد ددې خبرې په کولو سره چې د اطلاعاتي تشې په دلیل،د افغانستان دحکومت هیڅ یومسئول په کابل کې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري د شتون په اړه اطلاع نه درلوده،ووئيل؛د الظواهري وژله باید د طالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندنمې بهیر چټک کړي څو طالبان دنیا ته د یوه مسئول حکومت په توګه ځواب ووائي.
امریکا د جولائي په یودیرشمه نیټه په کابل په یوې ډرون حملې کولو سره اعلان کړی،چې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري ئې په دغې حملې کې وژلی دی.
سره له دې چې طالبانو ډلې یو کال کیږي،په افغانستان کې قدرت ترلاسه کړی دی،خو تردې دمه هیڅ یوه هیواد په رسمي توګه طالبان او د دوي حکومت په رسمیّت نه دی پيژندلی.نړیواله ټولنه له طالبانو څخه په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړیدا او دډيموکراسۍد سسټماټيک کولو غوښته کوي څو دغه ډله د حکومت په توګه په رسمیّت وپيژني.
د طالبانو ویندوي همدرااز د امریکا په هوائي حملې کې د ایمن الظواهري د وژل کیدا د ارزونې په باب دیوې کمیټې دجوړولو خبر هم ورکړی او وئیلي ئې دي،د افغانستان له خاورې د نړۍ په ضد هیڅ ګواښ نشته او که د نړۍ هیوادونه دځینو ډلو ټپلو دفعالیتونو په باب کوم اطلاعات لري،نو باید دطالبانو په اختیار کې دې ورکړي څو لازم اقدامات ترسره شي.