ننګرهارکښې دوه تنه انسان تښتونکي نیول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119710-ننګرهارکښې_دوه_تنه_انسان_تښتونکي_نیول_شوي_دي
چارواکي وایي انسان تښتونکو تښتول شوی تن په ګولۍ له ټپي کیدو وروسته له ځان سره بیولی وو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2022 01:02 Asia/Kabul
  • ننګرهارکښې دوه تنه انسان تښتونکي نیول شوي دي

چارواکي وایي انسان تښتونکو تښتول شوی تن په ګولۍ له ټپي کیدو وروسته له ځان سره بیولی وو

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکوي چې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند رییس زابلی وایي یوې ډلې انسان تښتونکو چې شمیر یې اته تنو ته رسیږي د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یو تن لومړی په ډزو ویشتی او بیا یې له ځان سره بیولی دی.

ریس زابلی وویل:کله چې د یادې ولسوالۍ امنیتی ځواکونه له پیښې خبر شول نو  د انسان تښتوونکو پَل یې معلوم کړ خو پر وینا یې د امنیتي ځواکونو له رسیدو وړاندې د یادې ډلې ډیر شمیر غړي په تیښته بریالي شوي وو البته امنیتي ځواکونو په هغه کور کې چې تښتول شوی تن پکې ساتل کیده یوهنارینه او یوه میرمن دانسان تښتونې په تور ونیول او تښتول شوی تن یې هم زخمي حالت کښې د تښتونکو له منګولو وژغوره.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل نیول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او ژر به یې دوسیه عدلی او قضایي ادارو ته وسپارل شي. نیول شوي نارینه چې خپل ځان یې دننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی معرفی کړی وایي دا چاره یې د پیسو تر لاسه کولوپه موخه ترسره کړې ده. نیول شوې میرمنې هم په خپل اعتراف کې وویل چې انسان تښتوونکو ورته ویلي و چې که له دوې سره د تښتول شوي تن په ساتلو کې مرسته وکړی له ترلاسه شویو پیسو یوه برخه به ورکاندي.

تښتول شوي تن چې دسره رود ولسوالۍ استوګن دی وایي انسان تښتونکو دسره رود پر عمومي واټ دپلټنی مرکز جوړ کړی او د طالبانو له نامه په ګټه اخیستنه یې هغه تر نیول کیدو وروسته ټپي او بیا یې له ځان سره بوتله.

په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې دوسله والو غلاوو، شوکو او سړي تښتونې پیښې زیاتې شوي  چې ددې ولایت اوسیدونکي سې هم اندیښمن کړي دي . دننګرهار ولایت استوګن له ولایتي ادارې غوښتنه کوي چې ددې پیښو د مخنیوي لپاره دې نیول کیدونکو جنایي مجرمینو ته دشرعیت په رڼا کې سزا ورکړل شي